 | | | نجيبه سادا ت دخپلې ګاڼې په پلورلو بېوزلوته د قالين اوبدلواو خياطۍ مرکز جوړ کړی. |
نن سبا يوشمېرخلک له خپلې شته پانګې نه کار اخلي اوپدې توګه خپل اقتصاد پياوړی کوي. عبدالمجيد دکابل ښار يو اوسېدونکي په ډېره کمه پانګه کتاب پلورنځی جوړ کړی چې دګټې ترڅنګ دخلکو دخدمت لامل هم کيږي. د نوموړي په کتاب پلورنځي کې دبېلابېلا برخوکتابونه شته چې يو شمېردهېواد په دننه چاپ اونور يې له بهرنه وارد او په ډېره لږه ګټه يې پلوري. پور اخيستنه: يوشمېرنوروبيادپانګې نه درلودلوله امله له بانکونوڅخه پيسې پورکړي او پدې توګه خپل کار وبار پر مخ بيايي. نازکميريو له همدې شان کسانوڅخه دی چې پانګه يې کمه وه بيايې له يوه خصوصي بانک نه (٢٠٠) زره افغانۍ پور کړې. هغه له تورخم نه دموټرو پرزې راوړي اودکابل په ښار کې يې پلوري چې په لږه موده کې يې هم خپل پور ادا کړ او هم يې يوه اندازه اضافي ګټه ترلاسه کړه.  | | | عبدالمجيد يوشمېرکتابونه دهېواد له دننه نه اوشمېرله بهرنه واردوي او پلوري يې. |
مېرمنې اوسوداګري: نجيبه سادات دکابل ښار يوه داسې ميرمن ده چې د خپلې ګاڼې په پلورلو سره يې دسواد دزده کړې، قالين اوبدلو، خياطۍ او آرايشګرۍ يومرکز جوړ کړی دی. پدې مرکزکې هغې کونډومېرمنواويتيمونجونوته دکار زمينه برابره اويوموټی ګټه ترلاسه کوي او غواړي چې په راتلونکې کې دښار په بېلابېلوبرخوکې داشان مرکزونه پرانيزي. |