BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:01 گرينويچ 2010 ,28 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: په انګړکې کر

په خاورو کې زر
له انګړ نه هم کولای شو، چې دترکارۍ دکرنې له لارې يوه اندازه ګټه ترلاسه کړو.
ډيری خلک دخپل ژوند د اړتياوو د پوره کولو لپاره له موجودې پانګې ګټه اخلي، خوکه ترڅنګ يې مهارت ونلري، پوره بری نشي ترلاسه کولی.

فريد، چې د کابل دمريم دليسې په بازار کې دکان لري، دخپل بري راز په خپل مهارت او تجربه کې ويني.

نوموړی په پيل کې دخپل ماماسره دجاموپلورلو په دکان کې شاګردواو هڅه يې کوله، چې د جامو پلورلو مهارت زده کړي.

نوموړي له مشتريانوسره دخبرو اترو لارې چارې هم زده کړې او ترپنځو مياشتو وروسته يې خپل شخصي دکان پرانيست.

هغه پوهيږي، چې خپل دکان څرنګه تنظيم او څه ډول جنس راوړي، چې ښه ګټه ترلاسه کړي.

له انګړ نه دکرلپاره کار اخيستل:

د افغانستان دليرې پرتوسيموخلک خپلې ورځنۍ اړتياوې له کښت اوزراعت نه پوره کوي.

خوهغه کسان، چې کرنيزه ځمکه نلري کولی شي له خپل انګړ ورته ګټه ترلاسه کړي.

په خاورو کې زر
ددکان ښه تنظيم اوښه جنس راوړل هم دمشتريانو دپدزياتېدواوپا ملرنې وړ ګرځي.

حفيظ احمد د کابل د شکر درې ولسوالۍ دتاج محمد دکلا اوسېدونکي په خپل کوچني انګړکې هرکال پياز، رومي بانجان، بينډۍ او توربانجان کري.

له دې ترکارۍ نه يې يوه اندازه تازه مصرفوي اويوڅه يې د ژمي لپاره وچوي او پدې توګه يې دخپل اقتصاد پياوړي کولوته ملا تړلې ده.

دمڼو راټولولپه خاوروکې زر
دمڼو راټولول
ژوره څاه په خاورو کي زر
ژورې څاه ګانې
له چاپېريال نه ګټه اخيستلپه خاورو کې زر
له چاپېريال نه ګټه اخيستل
دبازارد اړتياپېژندلپه خاوروکې زر
داړتياپېژندل
 د ودانيو جوړولو موادپه خاورو کې زر
د ودانيو جوړولو مواد
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>