 | | | له شاګردانوسره بايد نيک سلوک وشي او هغوی دې په خبرو وپوهول شي. |
په دکانونوکې دشاګرد روزل له يوې خوا شاګرد ته دکار دزدکړې زمينه برابروي او له بلې خوا دکار خاوندهم کولای شي داړتيا پرمهال خپل نورکارونه پرمخ بوځي. ځينې دکار خاوندان وايي، چې شاګردان يې دکار دزده کړې ترپايه نه پاتې کيږي اودکان پرېږدي. محمد شريف د کابل ښارمسترى ددې کار لامل دکاردخاوندله لوري له شاګردسره ناوړه چلنداو ياهم دکارپه بدل کې مناسب مزد نه ورکول وګڼل. محمدشريف وويل: "له شاګردانوسره بايد نيک سلوک وشي، که چېرې کوم کارترې خرابيږي، هغوی دې په خبرو وپوهول شي." دډرېورۍ کورسونه: داقتصاد پياوړی کول د هر انسان طبيعي غوښتنه ده او هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو دګټې ور پرانيزي.  | | | دډريورۍ دکورس پرانيستل هم ځينوکسانوته ګټې دترلاسه کولو غوره لار ګرځېدلې ده. |
يارمحمددکابل ښار يو اوسېدونکی پدې توانېدلی، چې دډرېورۍ دزده کړې دکورس له لارې پانګه اچونه وکړي اوپدې توګه يوڅه ګټه ترلاسه کړي. نوموړي دافغانستان دقوانينوسره سم دډيورۍ دزده کړې کورس پرانيستی، چې په کمه موده کې يې پانګه دوه برابره لوړه شوې ده. |