 | | | عبدالشکورپخوا زړې کمبلې پلورلې خو اوس دنويوکمبلوعمده پلورنځی لري. |
هرکار له ستونزو او کړاوونو ډک وي، خوکه چېرې سنجش په پام کې ونيول شي، ستونزې هوارې او له اقتصادي اړخه هم ګټه کوي. عبدالمعروف دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ اوسېدونکی هغه څوک دی، چې دژمي دسون دموادو په اخيستلوکې ځيني ټکي په پام کې نيسي. هغه هرکال دژمي تر رارسېدو مخکې داړتيا وړلرګي او دسون نور مواد پېري. هغه پدې کاردوه ګټې ترلاسه کوي: يوداچې په ګرمۍ ښه او وچ لرګي ترلاسه کيږي او بله داچې بيه يې هم تر ژمي ډېره ټيټه وي. کمبلې پلورل: عبدالشکور د کابل ښار يواوسېدونکی يو له هغو کسانو څخه دی چې څو کاله پخوا يې له کورونو زړې کمبلې پېرودلې اوبيايې دسړک ترغاړې پلورلې. هغه په پيل کې له څوتنو سره شريک و اولومړنۍ پانګه (١٠٠) زره افغانۍ وه. ورو، ورو يې پانګه ډېره او اوس ځانله دکمبلوعمده فروشي لري.  | | | دګرمۍ په موسم کې دژمي دسون مواد اخيستل دپېسو دسپما غوره لار ده. |
عبدالشکور له سوداګرو کمبلې د اوګرايي په بڼه پېري او هره پنجشنبه دهغوی پيسې ورکوي او پدې توګه توانېدلی، چې خپله کورنۍ په ښه توګه وچلوي. |