د افغانستان ډېری وګړي له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو يوشمېرکسانو له موجودوامکانانونه په ګټې اخيستنې خپل اقتصادتريوه بريده پياوړی کړی دی. له دې ځايه واوری! محمد طاهردکابل ښارهغه اوسېدونکی دی، چې پخپل انګړکې يې دډوډۍ پخولود داش دجوړ ولو له دې لارې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي. نوموړي دداش تر جوړولو وړاندې دسيمې دخلکو اړتيا او نظريې وسنجولې اوبيا يې ديوه تجربه لرونکي شخص په مرسته داش جوړ کړ. محمد طاهر دډوډۍ پخول دکډوالۍ په موده کې زده کړي وو، چې اوس دورځې تر زرو افغانيو خالصه ګټه ورته پاتې کيږي. چپس اوبرګرپلورل: دسوداګرۍ ترڅنګ دکارځای هم دګټې په زياتوالي کې ځانګړی رول لري. محمدعارف، دکابل ښارهغه دکانداردی، چې چپس اوبرګرپلوري.  | | | مجحمدطاهر پخپل انګړ کې دډوډۍ داش جوړکړی ، چې دورځې ترزرو افغانيو ګټي. |
هغه وويل، چې پخوايې دکان په ښه ځای کې نه و او هيڅ سودايې نه کېدله، خو اوس يې ديوه کورس ترڅنګ دبرګرپلورلوهټۍ جوړه کړېده. دځای په تغيير سره يې اوس مشتريان اوګټه دپخوا په پرتله دوه برابر ډېره شوېده. |