مزمل شاه وطندوست د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | يو شمېر زده کونکي دښوونځي ترڅنګ دخپل کورني اقتصادپه پياوړتيا کې هم ونډه اخلي. |
افغانستان يو کرنيز هېواد دی، چې دکليو اوبانډو ډېری اوسېدونکي يې خپل کورني لګښتونه دکرنيزواو ځارويود محصولاتوله لارې پوره کوي. حضرت شاه هغه مالدار دی، چې دوه ډوله ، امريکايي او فرانسوي نسله غواوې لري، چې دخپلې کورنۍ ټول لګښتونه دهمدې غواووله محصولاتوپوره کوي. نوموړې له خپلو غواوو نه د ورځې تر (۳۰) کېلوپورې شيدې ترلاسه اوبيايې شيدې او مستې په عمده او پرچون ډول پلوري. له دې درکه له لاسته راغليوپيسو نه يوه اندازه يې په خپلو غواوو لګوي، يوڅه يې دکورلګښت او پاتې يې زېرمه کوي. دکانداري: يو شمېر زده کونکي د ښوونځي ترڅنګ دخپل کورني اقتصادپه پياوړتيا کې هم ونډه اخلي، چې شاه فيصل يو له همدې ډول کسانونه دی.  | | | احمد شاه دخپلوغواوو شيدې اومستې په عمده اوپرچون ډول پلوري. |
نوموړي دکابل په ښار کې دپخلنځي داړتياوړ سامان آلاتو پلورنځی جوړ او په مناسبه بيه يې په پېرودونکو پلوري. شاه فيصل دنويوتوکوپه واردولو سره پدې توانېدلی، چې دخپلو مشتريانوشمېرپه رسمي دفترونواو کورنيو کې ډېراوځانله دګټې ور پرانيزي. |