دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | حشمت الله دالماريوله تړلوڅخه دمياشتې ۱۵ زره افغانۍ تنخوا ترلاسه کوي. |
يوشمېرخلکو له چرګانونه دښې ګټې اخيستنې په موخه دټولنودجوړلو له لارې دچر ګوړو داېستلوپه ماشينونو پانګونه کړېده. حکيم ابراهيم خېل دکابل ښار اوسېدونکی دهمداسې يوې ټولنې مرستيال دی، چې د چرګوړواېستلو ماشينونه يې په کار اچولي دي. نوموړي دچرګانوله فارم څخه لاسته راغلې پيسې په هغو موټرو، چې چرګان ښارونو او ولايتوته لېږدوي، په کاراچولې دي. ابراهيم خېل دکليواو بانډومېرمنوته لارښوونه کوي، دچرګوړوهغه ماشينونه وپېري، چې په يوځل له (۲۰۰-۴۰۰) پورې چرګوړي باسي. هغه ماشينونه، چې نوموړي په کار اچولي د(٨٠ ) زروهګيو ظرفيت لري ، چې په څلورو ورځو کې له (١٣ ) زرو هګيو نه چرګوړي باسي. دالماريوتړل: تجربه او مهارت د اقتصادپه پياوړتياکې ځانګړی ځای لري. حشمت الله دکابل هغه اوسېدونکی دی، پخوا يې ترکاڼي کوله.  | | | کليوالې مېرمنوته ښايي داسې ماشينونه وپېري، چې په يوځل له (۲۰۰-۴۰۰) چرګوړي باسي. |
نوموړي دخپل کسب په اوږدوکې دالماريوبسته بندي هم زده کړه، چې اوس دالماريوله يوه واردوونکي سره په کاربوخت دی. حشمت الله دالماريودتړلوله درکه دمياشتې (۱۵) زره افغانۍ تنخواه ترلاسه کوي، چې له خپل دې کارنه رضايت څرګندوي. |