 | | | افغاني ګنډنې |
په افغانستان کې ډېری کليوال دبزګرۍ ترڅنګ د څارويو د ساتلوله لارې خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره اويوشمېر نوريې دڅارويودپلورنې اوپېرودنې کاروبار کوي. احمد دکابل اوسېدونکی يوله همدې راز کسانوڅخه دی، چې په بلخ، سمنګان اوکندز کې څاروي پېري اوبيايې کابل ته دپلورلو لپاره راوړي. داچې ولې نوموړی له نورو ولاياتوڅاروي راوړي، لامل يې په يادو ولايتونوکې دشنو وښوډېروالی او د څارويو څربوالی وښود. احمد لومړی دخپل يوه شريک سره دټلېفوني اړيکوله لارې په مرکزکې دڅارويوبيې مالومې اوبيا داړتيا وړڅاروي کابل ته رالېږدوي. پدې څارويو کې زياتره واړه وري ډېربازارلري، چې په هر وري کې ورته (200) افغانۍ ګټه پاتې کيږي. افغاني ګنډنې: يوشمېر کسان دخپل اصيل کلتور په ژوندي ساتلوپدې توانيدلي، چې خپل اقتصادته پياوړتياور وبښي. ډاکترجميل دکابل هغه اوسېدونکی دی، چې څوتنه تکړه خياطان يې راټول او دافغاني ګنډونوکاروباريې پيل کړی دی.  | | | احمددهېوادله يوشمېرولايتونوڅخه څاروي دپلورنې لپاره کابل ته راوړي. |
نوموړی نېږدې (17) کاله په کډوالۍ او درې کاله په افغانستان کې دافغاني ګنډونو بېلابېل ډيزاينونه رامنځته کړيدي. دډيزاينونوکې په بدلون راوستلوپدې توانېدلی، چې مشتريان څوبرابره ډېراو په همدې کچه خپله ګټه هم لوړه کړي. |