BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:15 گرينويچ 2011 ,12 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کی زر: د اوږو دستمالونه

چشمې
عبدالروف دورځې درې زره افغانۍ دچشمو دپلورلوله لارې ترلاسه کوي.
پانګه اچونه اوياکم له کمه ديوه مهارت او کسب زده کول په اقتصادي برخه کې دبري له رازونوڅخه ګڼل کيدای شي.

نور رحمن هغه هټيوال دی، چې د اوږې پر دستمالونو يې پانګونه کړېده. هغه په پيل کې دستمالونه له داخل نه پېرودل خواوس ورپسې بهرته ځي.

پدې دستمالونوکې نخي، کتان ، نايلون اويوشمېرنورشامل دي اودافغانستان دبېرغ په رنګ ديوه دستمال فرمايش يې هم ورکړی دی.

نوموړی پخپل دې کار توانېدلې، چې دپنځوکالونوپه موده کې دکور، موټر اوکوژدې خاوند شي.

نور رحمن نورو هټيوالوته دستمالونه په عمده ډول ورکوي، چې پدې کارکې دورخې له (۲۰۰۰-۱۰۰۰۰) ګټه ترلاسه کوي.

چشمې جوړول:

عبدالرؤف بيادکابل ښارهغه چشمې جوړونکی دی، چې دچشموجوړول يې دکډوالۍ پرمهال زده کړي وو.

 د اوږو دستمالونه
نور رحمن داوږو ددستمالونودپلورلو له لارې دکور، موټر اوکوژدې خاوند شوی دی.

هغه دمګړۍ دچشموپلورلو هټۍ لري، چې لمرينې، فيشني او دکمپيوټردوړانګودکنټرول چشمې لري، چې ډداکتر له نسخې سره سمې يې جوړې او پلوري يې.

عبدالروف دورځې تر (۳۰۰۰) افغانيوپورې عايدلري، چې له يوې خواخپل کورپرې چلوي اوله بله پلوه يوموټې پيسې سپماکو ي هم.

ګټه او زيانپه خاورو کې زر
ګټه او زيان
دکاليومينځلو پوډرپه خاورو کې زر
دکاليومينځلو پوډر
رخت پلورلپه خاورو کی زر
رخت پلورل
 د څارويو سوداګريپه خاورو کی زر
د څارويو سوداګري
چای پلورنځیپه خاورو کې زر
چای پلورنځی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>