 | | | حاجي عبدالوهاب هوډکړی، چې دکبانودفارم دپراختيالپاره نورکبان هم ورزوي. |
د "په خاورو کی زر" خپرونې موخه دا ده ، څوله هغوکسانوسره، چې نوی يې کاروبارپيل کړی ، دنورو خلکوله تجربوڅخه سالمه ګټه واخلي. خان عالم دکابل ښاريو رخت پلورونکی دکډوالۍ له تجربوڅخه په ګتې اخيستنې سره پدې توانېدلی، چې دکورخاوند شي. نوموړی په هرکار کې لومړی سنجش اوبيادمشتريانوسره ښه سلوک اړين بولي، څود هغوی باور ترلاسه کړي. ددې ترڅنګ دنارينه وو اوښځينه درختونويوځای پلورلوهم ورته ددوه برابره ګټې ور پرانيستی دی. دکبانوفارم: حاجی عبدالوهاب له(۵)کالونو راپدېخوا دسالنګ دسيندپرغاړه دکبانودروزنې فارم جوړ کړی ، چې دکبانوشمېريې (۱۷) زرو ته رسيږي. نوموړي دکبانودفارم دجوړولو لامل داسې يادکړ: ˝هوټل لرم ، د مشتريانو د غوښتنې پربنسټ مې د (۵۰۰) زرو افغانيوپه پانګه دکبانوفارم جوړکړ. تر اوسه مې له دې فارم نه (۲۰۰) زره افغانۍ بېرته ترلاسه کړي دي.˝ حاجی عبدالوهاب ته دفارم لپاره کبان دکرنې وزارت ورکړي دي.  | | | دښځينه اونارينه وودرختويوځای پلورلودخان محمدګټه دوه برابره کړېده. |
په پيل کې يې دکبانو وزن له (۱۰-۱۵) ګرامو وي، خو وروسته بيا تر يونيم کيلوګرامو پورې وزن پيدا کوي. هغه هوډ کړی،چې دکبانوپه همدې فارم کې کبان هګۍ واچوي، فارم يې پراختيا ومومي اوپدې توګه به يې ګټه نوره هم ډېره شي. |