 | | | مصطفی په معدني اوبولس زره افغانۍ پانګونه کړې چې دورځې پنځه سوه افغانۍ ګټي. |
په افغانستان ، په ځانګړې توګه په کابل کې له پخوا راپدېخوا دخوښۍ يولړ غونډې دخوږو په وېشلو نمانځي، چې يو له هغې جملې نه کيک دی. د خوښۍ دورځو کيک يوشمېرخلکو ته دکاروبار زمينه هم برابره کړېده، چې له دې رازکسانونه منير احمددکابل ښار اوسېدونکی دی. نوموړی چې دکيک اوکلچوپخولو کارخانه لري، دراز،رازګلدارو کيکونودعکسونو البوم هم لري. مشتريان کولای شي دالبوم له مخې کيک فرمايش ورکړي. پدې کيکونوکې داسې کيک هم جوړوي، چې ترپنځوسو کيلوګراموپورې وزن ولري. معدني اوبه: د هوا په ګرمېدو سره يو شمېرهټيوال دخپلو نورو توکوترڅنګ دڅښلومعدني اوبه اوبېلابېلې نوشابې خلکوته وړاندې کوي. مصطفی دکابل ښار په داسې سيمه معدني اوبه او نورې نوشابې پلوري، چې دهغه ځای اوبه تروې اودڅښلو وړ ندي.  | | | دخوښۍ دغونډودکيک جوړولو اوپلورلو هم يوشمېرخلکوته دکارزمينه برابره کړېده. |
نوموړي دلسو زرو افغانيو په پانګه کاروبارپيل کړی، چې دورځې تر پنځه سوو افغانيو ګټه ترلاسه کوي او خپل ډېری مشتريان دښوونځي زده کوونکي بولي. مصطفی وويل، چې ددې راز توکوپه پلورلوکې دهغه تاريخ ته پام کول اوترڅنګ يخ ساتل دخلکو دپاملرنې درا اړولو لامل کيږي. |