 | | | ميرويس هغه سيارموچي دی، چې دموچيتوب ترڅنګ خوراکي توکي هم خرڅوي. |
يو شمېرکسانودخپل کسب ترڅنګ يولړنورو کارونوته هم لاس اچولی، چې پدې سره توانيدلي خپلې اقتصادي ستونزې تر يوې کچې حل کړي. ميرويس هغه هلک دی، چې له يوه موچې سره دکار ترزده کولو وروسته يې خپله کار پيل کړ. هغه يوازې له موچيتوب څخه دومره ګټه نه شوای تر لاسه کولی، چې خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کړي. ددې ستونزې دحل لپاره يې کوڅه په کوڅه ګرځېدل غوره وګڼل اودموچيتوب ترڅنګ ځينې خوراکي توکي پلوري اودکباړ کاوبارهم کوي. بڼوالي: يوشمېربڼوال دبڼونوله حاصلاتوڅخه سمه ګټه نشي ترلاسه کولی چې يو له دې راز کسانونه محمدا جان دی. نوموړی، چې د زردآلوبڼ لري، دخپل بڼ له حاصلاتوسرټکوي او وايي، چې د زردآلو مېوه نازکه اوساتنه يې ستونزمنه ده. نوموړي هوډکړی، چې دزردآلو دونو پرځای داسې ونې کښېنوي، چې ښه حاصلات ترلاسه کړي. ددې لپاره، چې بڼوال له دې راز ستونزو سره لاس او ګرېوان نشي، وحيدالله د کرنې وزارت دبڼوالۍ د برخې يوتن کارپوه داسې وويل:  | | | ˝ دبڼ په جوړولو کې دې آب وهوا او دخاورې څرنګوالی په پام کې ونيول شي.˝ |
˝ دبڼ په جوړولو کې لازمه ده، چې آب وهوا او دخاورې څرنګوالی په پام کې ونيول شي. دساري په توګه په ميدان وردګوکې کېنو او نارنج دننګرهار ولايت په څېرحاصل نه ورکوي. همدا راز مڼې بيا دننګرهار له آب او هوا سره سمون نلري او ښه حاصل نه ورکوي. که چېرې بڼوال دې ټکوته پاملرنه ونکړي، ښکاره ده، چې له زيانونوسره به مخ شي.˝ |