 | | | دکاندارته ښايي، چې مشتري ته دهغې دخوښې وړ جنس په واک کې ورکړي. |
د کاروبارد پرمختګ لپاره دخلکو غوښتنې په پام کې نيول دکارخاوندله زيانونو خوندي ساتي. نور محمد نوراني په کابل کې د لبنياتو د اتحاديې مسول وويل، چې هغوی دښارپه بېلابېلو برخو کې دخرڅلاو غرفي لري. هغوی دهمدې غرفو له لارې توانيدلي،چې دخلکو غوښتنې ځانته مالومې او په هماغه کچه لبني مواد توليداو بازار ته يې وړاندې کړي. ددې ترڅنګ ځيني مشتريان دتلېفوني اړيکو له لارې هم دراز ، راز لبنيانودتوليد فرمايش ورکوي. دمشتري ساتل: يوشمېرخلک دلازم جنس دنه درلودلو له کبله خپل مشتريان له لاسه ورکوي خو يو شمېر نوروتوانيدلي، چې خپل مشتريان وساتي.  | | | ددې لپاره، چې مشتري له ځان سره وساتوبايددهغوی دخوښې وړتوکي تيار کړو. |
محمد اکرم دکابل ښارهغه دکاندار دی، چې دکاليوصابون اوپوډر پلوري. هغه وويل، چې دمشتري دخوښې وړهرډول سودا ورته چمتو کوي. که چېرې دمشتري لپاره دهغه دلست له مخې جنس تيارنه شي، بله ورځ ياد دکان ته په جنس پسې نه راځي، چې پدې ډول مشتريان له لاس وځي اوکاروبار له زيان سره مخ کيږي. |