BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:08 گرينويچ 2011 ,08 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: د ځای ټاکل

تسبيح پلورونکی
فاروق شاه د حاجيانودتګ اوبېرته راتګ په موسم کې دورځې تر درې سوو پورې جاينمازونه پلوري
يوشمېرکسان دکاروبار لپاره دسم ځای ټاکل اړين بولي او وايي، چې ددې کار په ترسره کولو سره يې کاروبار ښه پرمختګ کوي.

جواد دکابل ښار يوه خياط وويل، چې پخوايې دتيمورشاهي په سيمه کې دخياطۍ دکان درلود، چې ښه غريبي يې کېدله.

نوموړي ددې کار لامل په هغه ځای کې دبزازۍ زيات شمېردکانونه اودخلکو ګڼه ګوڼه وګڼله.

کله، چې دښاروالۍ له خوا دهغه ځای پرېښودلوته اړ شول، دپل خشتۍ په سيمه کې يې دکان ونيو.

پدې سيمه کې دخلکو ګڼه ګوڼه ترهغې هم زياته او مشتريان يې تر پخوا هم ډېر شوي دي.

مود خپلو خبرو په دوام کی وايي: کله چی مونږ د کابل ښاروالۍ له هغه ځايه راوويستو نو مونږ د پل خشتي دی سيمې ته راغلو، او دلته مونږ دغه سيمه د خپل کاروبار لپاره وټاکه.

دموسم پېژندل:

هر جنس په خپل وخت کې واردول دګټې لامل اوبې موسم نه دجنس واردول دزيان لامل کيږي.

فاروق شاه دکابل ښار هغه بل اوسېدونکی دی، چې په منډوي کې دخوليو، جاينمازونو ، لونګيو او دستمالونودپلورلودکان لري.

جای نمازپلورونکی
فاروق شاه د حاجيانودتګ په موسم کې دورځې تر درې سوو دانوجاينمازونه پلوري

نوموړی دلوي داختر تر رارسېدلو مخکې پورته ياد جنسونه وارد او پلوري يې، داځکه چې پدې ورځوکې حاجيان دا جسنونه ډېر پيري.

فاروق شاه د حاجيانودتګ اوبېرته راتګ په موسم کې دورځې تر درې سوو پورې جاينمازونه پلوري اوپدې توګه خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي.

اختریپه خاورو کی زر
قرباني
چاکليت پلورونکیپه خاورو کی زر
چاکليت پلورونکی
په خاورو کې زرپه خاورو کی زر
دمشتري ساتل
ارزونهپه خاورو کې زر
ارزونه
په کار کې نوښتپه خاورو کی زر
نوښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>