تجربو ښودلې، چې که چيرې کوم دوکاندار په مشتري باندې ښه جنس په ټاکلې بيه وپلوري، کاروبار يې پرمختګ او پانګه يې ډېريږي. يوشمېردکانداران په ځينو جنسونوبيې ليکي چې په ليدويې پلورونکي اوپېرودونکي ته آسانتيا برابريږي. مجيب الرحمن دکابل ښاريوله همدې رازدکاندارانونه دی، چې ددکان په جنسونويې بيه دهغوی دلګښت او ګټې په پام کې نيولوسره ليکلې ده. نوموړي، چې د سينګار او د ماشومانو د لوبو سامانونه پلوري، وويل، چې پخپلو ټولو جنسونو دخپل دکان ټاپه هم لګوي. پدې کارسره پېرودونکی کولای شي د جنسن دخرابوالي په صورت کې هغه بېرته راوړي. مهارت : د پوهې د درلودلو ترڅنګ دکسب او مهارت درلودل دانسان دبري ضمانت کوي. فهيم هغه ځوان دی، چې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی. نوموړي دخپلو زده کړوپرمهال دکمپيوتر، پرنټر او فوتوکاپي ماشينونودترميم چارې زده او اوس له دې لارې خپلې ډېری اقتصادي ستونزې حل کوي. |