BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: مهالوېش

درزي
له مهالوېش نه ګټه اخيستل له يوې خوادګټې اوله بلې خوا دمشتريانودخوښۍ لامل کيږي.
يوشمېر سوداګرو د خپل کاروبار د پرمختګ او د خلکو د اړتياووپه پام کې نيولو سره په پټوګانو پانګونه کړې ده.

عبدالفريد د کابل ښار د منډوي هغه دکاندار دی، چې په دوبي کې پټوګان پيري اوبيايې ديخنۍ په موسم کې پلوري.

نوموړي دګرمۍ په موسم کې په پټوګانوپانګونه دګټې لامل وګاڼه، ځکه په دوبي کې دپټوګانوبيه ټيټه وي، چې په ژمي کې په ښه بيه پلورل کيږي.

عبدالفريدڅوکاله ډېره کمه پانګه درلودله، چې په وروستيو کلونوکې دپټوګانودپلورلو له لارې په پانګه دپام وړ ډېروالی راغلی دی.

مهالوېش:

يوشمېردرزيانو دخپل کار لپاره مهالوېښ جوړ کړی، چې پدې کار توانېدلی خپل مشتريان راضي اودنويو مشتريانوپاملرنه هم ځانته ور واړوي.

پټو
عبدالفريدپه اوړي کې په ټيټه بيه پټوګان پيري اوبيا په ژمي کې په ښه بيه پلوري..

عنايت الله د کابل ښاريو له همدې شان درزيانوڅخه دی. هغه وويل، کله چز مشتريانوته په ټاکلي نېټه جامې ونه سپاري، دويم ځل جامې ورته نه راوړي.

نوموړی په خپلوشاګردانوته دهغوی دتوان سره سم د مهالوېش له مخې کارونه وېشي، چې پدې توګه ټول کارونه په خپل وخت سرته رسيږي اودمشتريانودسرګردانۍ لامل نه کيږي.

 سنجشپه خاورو کې زر
سنجش
دڅارويوپوستکيپه خاورو کې زر
دڅارويوپوستکي
د ځای ټاکلپه خاورو کې زر
د ځای ټاکل
اختریپه خاورو کی زر
قرباني
چاکليت پلورونکیپه خاورو کی زر
چاکليت پلورونکی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>