 | | | حبيب الله دغاليوله کوچنيوټوټو هم په ډېرمهارت ښکلي پوښونه جوړوي. |
هغه کسان، چې پانګه يې لږه وي، تر هرڅه دمخه بايد ځانته مالومه کړي، چې په کوم کار کې په لږه پانګه ښه ګټه تر لاسه کولای شي. غلام نبي هغه څوک دی چې په کابل ښار کې د کارېدلو مبايلونو دوکان لري. نوموړي وويل، مخکې له دې، چې کاروبار پيل کړي خپله پانګه يې و ارزوله. څرنګه، چې پانګه يې لږه وه، دکارېدلو مبايلوکاروبار يې پيل کړ، چې اوس له دې لارې ښه ګټه ترلاس کوي. ځانګړی مهارت: د ډېرکسانو کار او کسب زده وي، خو بری بيا دهغه چاپه برخه کيږي، چې پخپل کار او کسب کې ځانګړی مهارت هم ولري. حبيب الله هغه څوک دی، چې دکابل ښار د غاليوپه يوه مارکېټ کې له يوه دکاندارسره کارکو او دغاليودخورولو مهارت يې زده دی. نوموړي وويل، کله چې په کوم کوريا دفترکې چاته فرش خوروي،د فرش له کوچنيوټوټو هم کار اخلي.  | | | غلام نبي دکابل ښارهغه دکاندار دی، چې په کمه پانګه يې دکارېدلومبايلو نودکان جوړ کړی دی. |
له دې ټوټوڅخه په داسې ځای کې ګټه اخلي، چې دسترګوله ديدنه ليرې وي او ترڅنګ يې له همدې ټوټونه په بېلابېلوډېزاينونو دمېز، تلوېزيون اوداسې نورو شيانولپاره ښکلي پوښونه جوړوي. ددې کار په پايله کې نوموړی توانېدلی، چې دنورو کسبګروپه پرتله ډېرکار اوترڅنګ يې ډېره ګټه هم ترلاسه کړي. |