 | | | په نندارتون کې زماونډې اخيستنې دلاسي صنايعوبازارته زما پاملرنه ځانته ور واړوله. |
په تېرو وختونوکې د افغانستان په کليو او بانډو کې نجونوبه له خپلو ميندواوخورلڼونه خامک دوزي اونورې لاسې ګنډنې زده او بيا به يې له دې لارې دخپل واده جېز پوره کاوه. نن سبا يو شمېر مېرمنې له همدې راز مهارتونونه په ګټې اخيستنې سره يو موټی پيسې ترلاسه او خپلې اقتصادي ستونزې ترډېره بريده حل کوي. يو له دې راز ښځو نه خاټول دپکتيکا ولايت اوسېدونکې ده، چې دکابل په ښارکې په يوه جوړشوي نندارتون کې يې ونډه درلودله. هغې دخپل کار په اړه داسې وويل: :موږ پخوا دخپلو جېزونو لپاره افغاني ګنډنې، دمريو امېلونه او چرمه دوزيانې کولې. څوکاله مخکې مې په يوه نندارتون کې ونډه واخيستله، چې په دې نندارتون کې دلاسې صنايع بازار زما پاملرنه ځانته ورواړوله." نوموړې وويل، چې له هغې ورځې وروسته خپلې لاسې ګنډنې او خامکدوزيانې په بازارکې پلورلې. ددې ترڅنګ يې دپکتيکا ولايت دښځو دلاسي توليداتو په يوه نندارتون کې هم خپلې لاسي ګنډنې نندارې ته وړاندې کړې وې، چې ښه بازار يې درلود. دانارو اجاره: عصمت الله دکندهار ولايت اوسېدونکی دياد نندارتون بل ګډونوال ، چې دانارو په موسم کې د نارو راکړه ورکړه کوي.  | | | عمت الله: "کله، چې انار بازار ونلري، هغه تر بازارموندې پورې په سړو خونوکې ساتو." |
نوموړی خپل مالي توان ته په کتو دانارو بڼونه په اجاره اخلي او دمېوې دټولو پرمهال هغه بسته بندي اوبيا يې کورنيو او باندنيو بازارونوته وړاندې کوي. عصمت الله وويل، کله چې انار ښه بازار ونلري، هغه په سړو خونوکې ساتي، کله چې يې بازار وموند، بيا يې پلوري. |