په کاروبار کې تجربه او مهارت د کار د پرمختګ لامل ګرځي، خو هغه شمېرکسان ، چې يو ه يا هم دواړه له دې ښېګڼو ونلري، کولای شي دنورو له تجربو او مهارت نه په خپله سوداګرۍ کې ګټه واخلي. دا راز کسان کولای شي، داسې کسان له ځان سره په کاروبار کې ورګډ کړي، چې په هماغه برخه کې پوره تجربه ولري. يو له دې کسانو نه ميرويس دی. نوموړی دننګرهارپه ولايت کې دموټرو پلورونځی لري، چې دخپل بري راز يې په کارو بار کې دموټرو ديوه مستري شريکول وګڼل. ددې ترڅنګ يو امريکا مېشت افغان ورته له هغه ځايه کاريدلي موټرې را استوي او دلته يې مستري اساسي ترميم، چک اوپلورنې ته تياروي. کوچني پورونه: ناصر خان د جلال آباد دښار هغه اوسېدونکی ، چې په ياد ښار کې دډوډۍ پخولو دکان لري. نوموړي وويل، چې پخوا يې دکان کوچني اوښه نه چليده.  | | | ميرويس دخپل بري راز په خپل کاروبار کې د تجربه لرونکي مستري شراکت وګاڼه. |
وروسته يې له يوې ادارې پيسې پور او خپل کار ته يې پراختيا ورکړه، چې مخکې يې (۲) تنه شاګردان درلودل او اوس يې شمېر (۵) تنو ته رسېدلی دی. ناصر خان وويل، چې پخوا يې دورڅې (۹۰) ډوډۍ پخولې، چې اوس يې داشمېر تر(۵۵۰) ډوډيوته رسېدلی دی، چې لامل يې هماغه دپور له پيسونه مثبته ګټه اخيستنه ده. |