 | | | دساختماني موادو په لابراتوار کې دساختماني موادو کيفيت او قوت مالوميږي. |
د اقتصاد اوسوداګرۍ د علم له مخې پر هغه څه پانګه اچونه زيان نلري، چې په بازار کې موجود نه وي، يا کم او اړتيا ورته ډېره وي. يو له دې رازکارونونه دساختماني موادو د آزمايښت لابراتوار دی، چې انجنيراشرف دکابل په ښارکې جوړ کړی دی. پدې لابراتوار کې دځانګړو موادو او وسايلو په مرسته ساختماني خاوره، سمنټ، سيخان او نورو قوت او کيفت ازمايل کيږي. داچې ولې انجنيراشرف پدې برخه کې پانګونه کړې، نوموړي يې لامل ددوو سنجشونوپر بنسټ وښود: لومړی دساختماني موادو دلابراتوارپه برخه کې دده ځانګړې زده کړې او دويم يې په بازار کې غوښتنه او اړتيا. له دې مخکې به خلکود لوړ پوړو ودانيو ساختماني مواد ګاونډيوهېوادونوته استول، چې ددې لابراتوار په جوړېدو دخلکو دا ستونزه حل شوې ده. سياست او پانګه: مېرمن رحيمه دکابل ښار هغه اوسېدونکې ده، چې دشورا په تېره دوره کې دکابل دولايتي شورا غړې وه. نوموړې اوس دکابل په ښار کې دلاسی ګنډنولکه: خامکدوزۍ، کندهاري غاړو او دې ورته شيانودکاروبار دکانونه لري.  | | | دنورو له تجربې ګټه اخيستل دکاروبار دپراختيا اوپانګې دډېرښت لامل کيږي. |
رحيمې وويل، چې دسياست په ډګر کې دهغې شاملېدو ورته دوې ګټې ورسولې، يوداچې دمېرمنوستونزې يې دچارواکو غوږونوته ورسولې. دويم داچې په هماغه دوره کې يې ځينوباندنيو هېوادونوته دسفر پرمهال دځينوښځو تجربې له ځان سره راوړې، چې دسوداګرۍ په برخه کې ورته ډېرې ګټورې تمامې شوې. |