 | | | په افغانستان کې داداري فساد شتون داوبلن ګاز داحتکار لامل او ددې توکوبيې يې لوړې کړې دي. |
نن سبا د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د صادراتو او وارداتو کار د خصوصي برخې د سوداګرو او پانګه والو په غاړه دی، چې دولت يې څارنه او ملاتړ کوي. په افغانستان کې دا چارې ترډېره بريده خصوصي سکتورپرمخ وړي، چې پدې اړه د افغانستان د اساسي قانون په لسمه ماده کې راغلي دي: " دولت خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ د قانون له حکمونو سره سم هڅوي، ملاتړ يې کوي او مصؤنيت يې تضمينوي." خوپه دې هېواد کې دفساد شتون خلک له يولړ ستونزو سره مخ کړي دي،چې يوه له دې ستونزو نه داوبلن ګاز دبيې لوړوالی دی. غلام نبي دکابل ښار يوه اوسېدونکي وويل، چې پخوا يوکيلوګاز په (۵۰) افغانيو و، چې واردوونکو شرکتونو يې بيه ان تر(۱۰۰) افغانيو لوړه کړه. وحيدالله نيازی، دکابل په ښارکې دګازپلورنې دکان لري، دژمي په موسم دګازدبيې دلوړ والي وويل. داچې ولې يوشمېرخصوصي شرکتونه دژمي په رارسېدو سره دګازوبيې لوړوي، دنفتي او اوبلن ګاز رييس انجنيرفريدالله شيرزي داسې وويل: داوبلن ګاز دپلورنې په برخه کې فساد شتون درلود، پدې مانا، چې يوشمېر سوداګرو دبيې دلوړوالي په موخه ګازدحيرتان بندرها خوا احتکار کړی و.  | | | "احتکار ناروا عمل دی،چې محکترته الله "ج "او دهغه سترپيغمبر"ص" بد ويلي دي." |
ددې کار دمخنيوي په موخه دولت په آزاد بازاکې مداخله وکړه، چې ددې کارپه پايله کې دګازوپه بيه کې دپام وړټيټوالی راغی. د اسلامي علومواستاد محمداسماعيل لبيب بلخي د اسلام دسپيڅلي دين داحکاموله مخې احتکار ناروا عمل وګاڼه،چې محکترته الله ج او دهغه سترپيغمبربد ويلي دي. |