BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:45 گرينويچ 2010 ,20 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د کار نړيوال سازمان

دکار نړيوال سازمان
دکاردنړيوال سازمان غړي هېوادونه خپل راپور دکار نړيوال سازمان ته وړاندې کوي.
د کار نړيوال سازمان په(١٩٩٩) ميلادي کال کې رامنځته او دملګرو ملتونو دسازمان له رامنځته کېدو وروسته د دې سازمان له تخصصي سازمانونو څخه شمېرل کيږي .

د کار د نړيوال سازمان له رامنځته کېدو دلامل په اړه حميرا حقمل د کابل پوهنتون د حقوقو دپوهنځي استادې وويل:

"دکار نړيوال سازمان ترجوړښت وړاندې دکارګرو اقتصادي او ټولنيزحالت داندېښنې وړ او دهغه وخت حکومتونه يې له سترګواښ سره مخ کړي وو.

دې سازمان دکارګرانواوکارمندانودکاروختونه تنظيم اودهغوی لپاره يې لازمې آسا نتياوې په پام کې ونيولې."

ددې سازمان تررامنځته کېدو وروسته په يوشمېر هېوادونوکې دکاراوټولنيزوچارو وزارتونه اوياهم رياستونه رامنځه شول.

افغانستان په 1934 کال کې ددې سازمان غړيتوب ترلاسه کړ او تر اوسه يې ددې سازمان 19 کنوانسينونه الحاق کړي دي.

دکارنړيوال سازمان
دکارنړيوال سازمان ګارکروواوکارمندانوته لازمې آسانتيا وې برابرې کړې.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې د کار دنړيوال سازمان مسوول فضل احمد بهرامي په وينادکارنړيوال سازمان يونړيوال کنفرانس، مديره هيات اودکارنړيوال دفتر لري چې (١٩٠٠) مامورين پکې کارکوي.

هرهغه هېواد چې ددې سازمان غړيتوب ولري ، د کار او کارګرو په اړه خپل راپور دکار نړيوال سازمان ته وړاندې کوي .

دسولې مشورتي جرګهد ولس خبرې
د سولې مشورتي جرګه
 پانګونهد ولس خبرې
پانګونه
دسوداګرۍ نړيوال سازماند ولس خبرې
دسوداګرۍ نړيوال سازمان
 د ماشومانو د حقونو کنوانسيون دولس خبرې
د ماشومانو د حقونو کنوانسيون
پانګهد ولس خبرې
پانګه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>