BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:18 گرينويچ 2010 ,25 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې : دسوداګرۍ نړيوال سازمان

دسوداګرۍ نړيوال سازمان
دسوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د نړۍ نږدې (١٥٠) هېوادونه غړيتوب لري.
د سوداګری نړيوال سازمان په (١٩٩٥) ميلادی کال د جنوری په لومړۍ نېټه رامنځته شو او مرکز يې د سويس هېواد په ژنيو ښار کې دی .

تر دې وړاندې د ( ګاټ ) په نوم يوبل سازمان يوازې د اجناسو په برخه کې فعاليت درلودچې دسوداګرۍ نړيوال سازمان يې ځای ونيو.

دسوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د نړۍ نږدې (١٥٠) هېوادونه غړيتوب لري خو افغانستان دم ګړۍ پکې د څارونکي په توګه کار کوي .

داچې کوم هېوادونه کولای شي ددې سازمان غړيتوب ترلاسه کړي،داقتصادپوه محمدآصف مسلم وويل:

"هر هېواد چې مشخص قلمرو ، کاري حکومت ، قوي اردو او له نورو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري کولی شي ددې سازمان غړيتوب ترلاسه کړي."

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د غړيو هېوادونو اقتصاد سره مدغم او خلکو ته د کاراو سوداګرۍ زمينې برابروي.

 سوداګرۍ نړيوال سازمان
د سوداګری نړيوال سازمان په (١٩٩٥) ميلادی کال د جنوری په لومړۍ نېټه رامنځته شو.

اقتصادي پياوړتيا چاپېريال ساتنه او د توليداتو د تبادلې په برخه کې پراته خنډونه ليرې کول هم ددې سازمان له موخو څخه دي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو له کنفرانس، عمومي شورا او د منازعاتو د حل او فصل له کمېټې څخه تشکيل شوی او بوديجه هم د غړيو هېوادونو څخه ترلاسه کوي.

 د ماشومانو د حقونو کنوانسيون دولس خبرې
د ماشومانو د حقونو کنوانسيون
پانګهد ولس خبرې
پانګه
د سيمه ييزو څېړنوو مرکز د ولس خبرې
د سيمه ييزو څېړنوو مرکز
دتميزمحکمهد ولس خبرې
دتميز محکمه
ستره محکمهد ولس خبرې
د استيناف محکمه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>