د افغانستان د سيمه ييزو څېړنو مرکز په (١٣٨٤) کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په چوکاټ کې د ولسمشرد فرمان په بنسټ په کار پيل وکړ. په نړۍ کې دسيمه ييزو څېړنومرکزونه اوږده تاريخچه لري خوددوهمې نړيوالې جګړې او د ملګرو ملتونو د سازمان د رامنځته کېدو وروسته زيات شول . د افغانستان سيمه ييزوڅېړنو مرکز د ګاونډيو اوځينودوستوهېوادونو د کلتور، سياست او اقتصادي بهير په اړه څېړنې کوي . دافغانستان د سيمه ييزو څېړنومرکز (٥) انسټيټيوټونه او (١٥) ډيپارټمنټونه لري چې هر ډيپارټمنټ يې د يوه هېواد په اړه څېړنې کوي. ددې مرکز مشر عبدالغفور لېوال وويل چې پدې وروستيو کې ددې مرکزپه چوکاټ کې دمحمودطرزي په نامه يو فکري مرکزهم رامنځته شوى.  | | | د افغانستان د سيمه ييزو څېړنو مرکز په (١٣٨٤) کال کې په کار پيل وکړ. |
دا مرکزدافغانستان تېرې پېښې څيړي. دسيمه ييزو څېړنو مرکزيودرې مياشتنی ژورنال هم لري چې خلکو ته د خپلو څېړنو په اړه مالومات ورکوي . هغه کسان چې د تحقيق او څېړنې وړتيا ولري، لوړې زده کړې يې کړي وي اوکم له کمه يې يې يوه بهرنۍ ژبه زده وي، په دې دفتر کې د څېړونکي په توګه په دنده ګومارل کېدلی شي. |