 | | | هغه هېوادونه چې د ناټو او وارساتړونونو پورې نه وي تړلی، ددې غورځنګ غړي کيدای شي. |
د دويمې نړيوالې جګړې وروسته په (١٩٥٥) ميلادي کال د (٢٩) آسيايي او افريقايي هېوادونو (٣٢٠) استازي سره يوځاى او د ناپييلو هېوادونود غورځنګ بنسټ يې کېښود . دې هېوادونو په ختيز کې د ( وارسا ) او په لوديز کې د ( ناټو )له تړونونو ځانونه بېل او ددې غورځنګ په جوړېدايې خپله بې طرفي وښوده . ددې غورځنګ په لومړۍ غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د افغانستان لومړي ولسمشر سردار محمد داؤد خان هم ګډون درلود . حميرا حقمل دکابل پوهنتون د حقوقواوسياسي علومود پوهنځي استادې وويل : "ددې غورځنګ د جوړېدا موخه اقتصادي پياوړتيا، کلتوري اړيکې، دبشري حقوقونواو ځمکنی بشپړتياته درناوى دی. همدا راز دا غورځنګ د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه په کلکه غندي اودهغې مخنيوی کوي."  | | | دناپېيلوهېوادونودغورځنګ بنسټ په(١٩٥٥) ميلادي کال کې کېښودل شو. |
د ناپييلو هېوادونو غورځنګ په هرو دريو کلونو کې يوه غونډه لري او بوديجه هم له غړيو هېوادونو څخه ترلاسه کوي. هر هغه هېواد چې ناپېيلوب او بې طرفي حفظ کړای شي، د ناټو او وارساتړونونو پورې نه وي تړلی ، کولای شي ددې غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړي. |