 | | | "په (١٣٤٥) کال کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې متر او کيلوګرام رواج شول ." |
د نورم او سټنډرد ادراې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په (١٣٥٢) کال دکانو وزارت په چوکاټ کې په کار پيل وکړ. د نورم او سټنډرد د ادارې د جوړښت موخه د صادراتي او وارداتي موادو د کيفيت او معيار څارنه ده څوښه کيفيت لرونکي توکي خلکوته وړاندې شي. دلومړي ځل لپاره دنورم اوسټنډرد له پلوه، دافغانستان صنعتي او توليدي فابريکې سروې شوې. وروسته ددې فابريکوداستازو په ګډون پدې اداره کې دسټنډرددبنسټونوپه اړه يوه سيمينارهم جوړ شو. د نورم او سټينډرډ اداره د خوراکي توکو، درملو ، آرايشي او ساختماني اونفتي موادو د څارنې او کنټرول فعاليتونه پر مخ بيايي. احسان الله نياز دنورم اوستندرد دادارې رييس وويل: " پخوا دوزن له پاره د خورد، پاو،چارک او بېلابېلومنونواو داندازې لپاره دګز،شاه ګز اونوروواحدونوڅخه ګټه اخيستل کېدله. خو په (١٣٤٥ ) کال کې په افغانستان کې دوه ډوله سټنډردونه، متر او کيلوګرام ، رواج شول چې ترننه پورې ترې ګټه اخيستل کيږي."  | | | دنورم او سټنډرد اداره د صادراتي او وارداتي موادو د کيفيت او معيار څارنه کوي. |
دې ادارې په (١٣٨٦) کال کې دافغانستان دوزيرانو دشورا په غوښتنه اودپارلمان په تاييد ديو مستقل ارګان په توګه په فعاليت پيل وکړ. د نورم اوسټنډرداداره له هغوسټنډردونو پيروي کوي چې په امريکا، ماليزيا، هندوستان ، ترکيه، جاپان، المان او ايران کې ترې کار اخيستل کيږي. |