کوچني پورونه د لومړي ځل لپاره (٣٠) کاله وړاندې په بنګله دېش کې پيل شول چې له (٢٠٠٣) کال راپدېخوا په افغانستان کې هم رواج شوي دي . تر دې دمه په افغانستان کې (٤٥٠) زره کسانوکوچني پورونه ترلاسه کړيدي ، چې (٦٠%) يې مېرمنې جوړوي. روح الله د افغانستان د سوداګريزو خونو د عامه اړيکو مسؤول کوچني پورونه د فقر او نېستۍ د له منځه وړلو په برخه کې بريالۍ تجربه وګڼله. دکابل ښاريو اوسيدونکي وويل چې له کوچني پورڅخه يې ځانته دکان جوړکړى، هم يې خپله ګوزاره کيږي اوهم پور پخپل وخت اداکوي. پخوا کوچني پورونه يوازې دولتي کارکوونکو ته ورکول کېدل، خو اوس نورخلک هم کولاى شي دا ډول پورونه ترلاسه کړي.  | | | له کوچنيو پورونو څخه کيدای شي دژوندپه بېلابېلوډګرونو کې ګټه واخيستل شي. |
کوچني پورونه په دوه ډوله دي: ګروپي او انفرادي. په ګروپي پورونوکې بايد دکلي ملک يابل بارسوخه سړى ضمانت وکړي. په انفرادي پورونو کې بيا فزيکي تضمين ته اړتيا ليدل کيږي،لکه دځمکې يادکان قباله. دافغانستان دولت نورو ادارو ته دکوچنيو پورونو سترتمويلوونکى دى چې داپروګرام اوس دهېواد (٣٢) ولاياتو ته غځول شوى دى. دکوچنيوپورونو کچه له (٣) زرو افغانيوتر يو نيم سل زروافغانيوپورې ټاکل شوېده چې دبېرته ورکړې موده يې له دريومياشتو تر يوه کال پورې ده. |