 | | | په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال له افغانستان څخه کډې کولو ته اړ شوي دي. |
د دسمبر د مياشتې(١٨ مه) ، نېټه، د کډوالو نړيواله ورځ ده. کډوال هغه چاته ويل کيږي چې دبېلابېلولاملونوله امله بل هېوادته تللى وي. دا لاملونه عبارت دي له: اقتصادي، ټولنيزو، توکميزو، مذهبي، ملتې اوځينو نورو ستونزوڅخه. په نړۍ کې لومړی ځل يو روسي کمشنر د کډولو د ملاتړ لپاره د کډولو د چارو سازمان د (فريجاف نانسن) په نوم جوړ کړ. افغانستان هم د (١٩٥١)کنوانسيون غړيتوب لري او دهغه ټول قوانين يې منلي دي. کوربه هېواد اړ دی چې د کډولو ټولې لومړنۍ اړتياوي پوره کړي. په نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال له افغانستان څخه کډې کولو ته اړ شوي دي. نظيفې د کابل ښار يوې اوسېدونکې وويل: "د تېرو جګړو له امله اړ شوو چې د پاکستان هېواد ته کډه وکړو." د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د کميشنرۍ د دفتر وياند نادر فرهاد وويل: "د ملګرو ملتونو د قوانينو پر اساس کډول له لاندنيو حقوقو څخه برخمن دي: په ټولنيزوچاروکې ونډه، د کار کولو حق، د زدکړې او آزادو حرفه يي کارونو حق، د اوسېدو د ځای حق، د دولتي خيريه چارو حق."  | | | اقتصادي، ټولنيزې، توکميزې، مذهبي، ملتې اوځينې نورې ستونزې د کډ والۍ لاملونه دي. |
همدا راز کډوال د کار دقوانينو، ټولنيزې بيمې، د مسافرت له حقونو، په زور دنه شړلواو مذهبي آزاديو له حقونو ګټه اخلي. د افغانستان دولت، د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ سازمان، (IOM) اوځينې نور اړوند نړيوال ارګانونه په کډولوباندې لومړنۍ مرستې ويشي. |