د نشه يې توكيوپه وړاندې مبارزه هغه هلې ځلې دي چې په ټولنه كې ددې توكيو دكر ، توليد،استعمال او صادرولو مخنيوى وكړي. په افغانستان کې د نشه يې توكيو پر ضد د مبارزې د همغږي كولو دنده دافغانستان د نشه يي توكيو پرضد دمبارزې وزارت پرغاړه لري. دا مبارزه د تبليغاتى كمپاينو نو،دعلماوواوملاامامانو ،دمطبوعاتواورسنيو دټولنې دمخورواوسپين ږېرو له لارى ترسره کيدای شي. همدا رازدكورنيو چارو، عامې روغتيا او دكليو دپراختيا وزارتونه او واليان هم پدې مبارزه كې ستره ونډه لري. د دولتي ارګانونواوتنفيذيه قوتونو له خوا د زوركارول او دكوكنارو دفصلونواړول دنشه يي توکيوپه وړاندې دمبارزې بل ډول دی. مولوي سيد الرحمن ،په ولسي جرګه کې دنشه يي توکيوپرضد دمبارزې دکميسيون مرستيال وويل:  | | | دم ګړى دمخدره توكيو پر ضد مبارزه دولسمشرد تقنيني فرمان له مخې پرمخ بېول كيږي. |
"په افغانستان كې د نشه يې توكيو پر ضد د مبارزې قانون په (١٣٨٨ ) كال كې په (٦٧) مادوكې د ولسي جرګې لخوا تصويب شوی دی. خو دا قانون د جمهور رييس لخوا تراوسه ندی توشيح شوی او دم ګړى دمخدره توكيو پر ضد مبارزه دولسمشرد تقنيني فرمان له مخې پرمخ بېول كيږي. |