 | | | داتومي وسلو دنه كارونې تړون څخه دڅارنې دنده داټومي انرژۍ دنړيوال آژانس پر غاړه ده. |
داتومي وسلود نه خپراوي تړون هغه څواړخيزتړون دى، چې د ملګروملتوټولنې په (١٩٨٦)ميلادي كال كې لاسليك کړ. د امريكا له خوا دجاپان دهېروشيما اوناګاساكي په ښارونو كې تراټومي بريد وروسته ،چې ډېره مرګ ژوبله يې واړوله، ددغه تړون لاسليك ته اړتيا پيداشوه. داتومي وسلو دنه كارونې تړون څخه دڅارنې دنده داټومي انرژۍ دنړيوال آژانس پر غاړه ده ، چې د ملګرو ملتونودټولنې له تخصصي دفترونو څخه دی. دا آژانس په (١٩٥٧) كال كې له اټومي وسلو څخه دسوله ييزې ګټې اخيستنې او دپوځي موخودګټې اخيستنې دمخنيوي لپاره جوړ شوى دى . هرهېواد كولاى شي دملګرو ملتونو ټولنې ترڅارنې لاندې له اټومي انرژۍ څخه په سوله ييزو او پر مختيا يي چارو کې ګټه واخلي. دكابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علومواستاد بريالي حكيمي ددغه تړون دلاسليک کولولامل داتومي وسلو زياته تباهي وګڼله.  |  داتومي وسلودنه خپراوي تړون په (١٩٨٦) ميلادي كال كې لاسليك شو.  |
كه چېرې كوم هېواد له دغه تړون څخه سرغړاوى وكړي، دملګرو ملتونو ټولنه د ډيپلو ما تيكو اوسوله ايزو لارو دستونزې دحل هڅه كوي. خو كه چېرې كوم هېواد دغه ډيپلوماتيكې لارې چارې ونه مني، دملګرو ملتونو دټولنې او نورو هېوادو له خوا پرې بنديزونه لګول كيږي. امريكا،انگلستان اوروسيه هغه لومړني درې هېوادونه وو چې د اتومي وسلودنه خپراوي تړون يې لاسليك كړ. |