دافغانستان بانك د چارواکوپه وينا دافغانستان بانكي نظام په(١٣٧٨)كال كې نږدې (٧٧) په سلوكې پرمختګ كړى دى. په تېر يونيم كال كې دافغانستان دبانکدارۍ سيستم نږدې دوه برابره پراختيا موندلې اودافغانستان ټول بانکونه په نړيوال معياربرابرخدمات ترسره کوي. دپښـتني بانك رييس الحاج حيات الله دياني د بانكي حسابونوبڼې : دسپما ،جاري اومعيادي يا دټاكلې مودې اوځنې نورحسابونه وګڼل. په افغانستان كې (١٣) خصوصي او(٢) دولتي بانکونه شته چې (٣٠٠) څانګې يې په هېوادکې فعاليت کوي اوخلکوپکې بانکي حسابونه پرانيستي دي. بانكي حساب هغه ځانګړي نمبر ته ويل كېږي چې دوېشل شوي کارت پواسطه ديوه بانك مسوولين د هغې له مخې خپل مشتري پېژني . دغه كارت دبانكي حساب د درلودونكي پېژندنه،پته،دپيسو اندازه، تصوير ، لاسليك يا دګوتې نښه لري .  | | | دافغانستان بانكي نظام په(١٣٧٨)كال كې نږدې (٧٧) په سلوكې پرمختګ كړى دى. |
دبانكي حسابونو ګټه داده چې په هرځاى كې چې بانك موجود وي اوهر وخت چې دحساب درلودونكى وغواړي له هغې څخه ګټه اخيستلاى شي. دبانكي حسابونوپه درلودولوسره دهېواد دننه اودباندې دپيسولېږدول په اسانۍ ترسره كيږي. |