 | | | دګمركاتو كميشن كاران په دوو ډلو ويشل کيږي: عمومي اوځانګړې کميشن کاران. |
دافغانستان دګمركونودقانون د ( ١٦مې) مادې پر بنسټ دګمركونودتشكيلاتو په ترڅ كې كميشن كاري يوه غيردولتي دنده ده. ګمرك ته دراغليوسوداګريزوتوکو دګمركي پړاونوترسره كول دهمدې قانون د(١٥مې) ما دې پربنسټ ترسره كېږي. ځيني سوداګر دزياتوبوختياوو له امله دې ته اړ کيږي چې دخپلووارد شويوتوکود کمرګي پړاوونودترسره کولو لپاره کميشن کار ونيسي. ددې کارونوترسره کول دماليې وزارت څخه دجوازدرلودونكوګمركې كميشن كارانو له خواصورت مومي. كميشن دانګريزي ژبي يوه كلمه ده چې مزد يا ديوه كارپه بدل كې اخيستل شوې اجورې ته ويل كيږي. ګمركي كميشن كار د ټاكلې اندازې فيس په بدل کې دسوداګريزو،صادراتي يا وارداتي ، مالو نو بېلابيل ګمركي پړاونه پرمخ بيايې. دكابل ګمرك رييس خوشحال راسي وايې چې دګمركاتو كميشن كاران په دوو ډلو ويشل کيږي: عمومي اوځانګړې(خصوصي).  | | | كميشن انګريزي كلمه ده چې مزد يا ديوه كارپه بدل كې اخيستل شوې اجورې ته وايي. |
هره ډله بېل كاري شرايط او ځانګړنې لري. په کليو کې ددې ډول کميشن کارانو دبېلګې په اړه دكابل ګمرك يوكميشن كار،عبدالحبيب وويل: "په كليواوبانډوكې ځينې كسان ديوه سوداګرلپاره دغنمويا نيالګيوداخيستلولپاره ګرځي ،دا دكميشن كارۍ ساده بېلګه كيداى شي." |