دافغانستان داساسي قانون په بنسټ په حكومتي چوكاټ كې يوشمېردولتي دندې ديوې ټاكلې مودې لپاره وي او وروسته تر هغې بدليږي. دې ډول دندو ته معيادې دندې وايي. دحقوقواوسياسي علومودپوهنځي استادې حميرا حقمل وويل: "په افغانستان كې دولسمشراو دهغه دمرستيالانوڅوكۍ،دولسي جرګې اوسنا مجلس دغړيواودقضا دعالي شورا دغړيودندې معيادي دي." که چېرې دې دندوته ګمارل شوي کسان پخپله کاري دوره کې له ځانونو وړتيا وښيي، کيدای شي دراتلونکې لپاره بيا پدې دندو وګمارل شي. كارپوهان پدې اند دي چې په ولسواكو نظامونو كې هغه كسان چې په معيادي پوستونو كې كار كوي دخلكو تر مستقيمې څارنې لاندې وي. معيادي پستونوته په دوو ډولونوکسان ګمارل کيږي: دخلکو په مستقيمه رايه او بل دخلکو داستازولخوا ټاکل.  | | | موده ييزپوستونه تر يوې ټاکلې مودې وروسته بدليږی. |
دغه پوستونه ، نه يوازې په افغانستان بلكې دنړۍ په تولو هغه هېوادونو كې، چې ولسوا كي پكې حاكمه ده، دود دي. په ورځني ژوند كې ددې ډول پوستونو غوره بېلګه دكلي د ملك اودكوڅې يا ګذر د وكيل دندې هم كېداى شي يادې کړو. |