کله چې لوبغاړي خوسی، توپ ډنډه، واليبال او نورې لوبې کوي ، دوه ډلې کېږي او د هماغې لوبې د منل شوو پرنسيپونو په بنسټ لوبه پيلوي. کرکټ هم لۀ همدې راز لوبو نه ده. ددې لوبې دترسره کېدودڅرنګوالي پۀ اړه د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې لومړني افغان روزونکي، تاج ملوک وويل: "پدې لوبو کې يوولس، يوولس کسان دوو خواو ته درېږي، شير او خط اچو ي اولوبه پيلوي. نړيوالې لوبې پنځوس اورو کې کېږي . يوه ورځنۍ لوبې شل اوره کې، په ملي کچه پينځه ويشت اوره او شل هم کېږي . يو اور شپږ ځلې بال اچولو ته وايي. که منډه وهونکی يوه منډه ووهي، يوه نومره که دوه ووهي دوه نمرې او که درې منډې يې ووهلې، درې نومرې ترلاسه کوي. که تر بونډري پورې بال و لاړڅلور نومرې او که پۀ هوا تر بونډري پورې ولاړ شپږ نومرې تر لاسه کوي".  | | | کرکټ کې يوولس، يوولس کسان دوو خواوو ته درېږي، شير او خط اچو ي، لوبه پيلوي. |
د افغانستان د کرېټ لوبې د لوبغاړو د ګومارنې څانکې مسوول زراب شاه زهير، پدې لوبه کې د لوبغاړو د سوځېدو پۀ اړه وويل: " لوبغاړی لس ډوله سوځېږي : چې توپ يې قپ شي، ويکټ پۀ توپ ولګېږي، بال پۀ پښه ونيسي، بال دوه ځله په بيټ ووهي او ياهم بال قصدا منع کړي. دکرکټ د ميدان مينځ کې خاورين ځای ته پيچ وايي اودکرکټ منل شوی ميدان 75 متره ټاکل شوی دی. |