بيعت هغه تړون ته ويل كېږي چې دخلكو او دهغوى ديوه مشر ترمينځ دهغه سره د وفادارۍ اوژمنو پربنسټ ترسره كېږي . دبيعت لپاره شرط دادى چې د يوه هېواد سرمشريزه دخپلو خلكو په وړاندې مسووليت مننونكې وي. داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم مخكې تر دې چې مدينې منورې ته هجرت وكړي ،دهغه ځاى له خلكو څخه يې بيعت واخيست. دافغانستان دعلومواكاډمۍ دفقهې او قانون څانګې مشر، سيد حبيب شاكر، وايي چې بيعت دنوي مشر سره د وفادارۍ اواطاعت څرګندونه كوي. بيعت درې اساسي څانګې اودوه شرطه لري، چې له هغې پرته بيعت دتطبيق وړ ندى:  |  ديوه هېواد سرمشريزه بايددخپلو خلكو په وړاندې مسووليت مننونكې وي.  |
لومړی بيعت كوونكی،دويم بيعت اخيستونكى (خليفه) اودرېيم يې دبيعت موضوع ده. د لغمان ولايت اوسېدونكى مولوي محمد امان رسولي وايې: "كوم كسان چې ځان د ولسمشرۍلپاره كانديدوي اودهغې لپاره دلسو زروتنوكارتونه له ځان سره را غونډوي ، داهم دبيعت بېلګه بلل كېداى شي." دبيعت په شرطونوكې راغلي چې بيعت كوونكی اوبيعت اخيستونكى بايد عاقل ،بالغ او داسې څوك وي چې خپلو خلكواو ولس ته خدمت وكړي. |