داساسي قانون د(٦٠ ) مې مادې پربنسټ دافغانستان ولسمشردوه مرستيالان لري چې دنوماندېدو په مهال يې له ځان سره يوځاى ولس ته ورپېژني. دولسمشرۍ نوماند او مرستيالانوته يې يوځاى اوديوه ټيم په څېر رايه وركول كيږي اوپه اساسي قانون كې ددوئ لپاره يوډول شرايط ټاکل شوي دي . په شرطونوکې راغلي چې نوماند بايد دافغانستان تبعه وي، له افغاني موراوپلارنه زېږېدلى وي او بهرنی تابعيت ونه لري. د نوماندعمربايد له څلوېښتو كالونوكم نه وي. هېڅوك نشي كولاى تر دوو دورو زيات ځان دغه مقام ته ونوموي. د ولسمشر لومړی مرستيال دولسمشردغياب، استعفی يا مړينې په صورت كې ، تر نويو ټول ټاکنو پورې، دهغه ځاى ناستى ګڼل كيږي. خودلومړي مرستيال دنه شتون په صورت كې دا دندې دوهم مرستيال ته پاتې كېږي.  | | | دولسمشرۍ نوماند او مرستيالانوته يې يوځاى اوديوه ټيم په څېر رايه وركول كيږي. |
ددواړو مرستيالانو په نه شتون کې په ترتيب سره دمشرانوجرګې رييس،دولسي جرګې رييس او دباندنيو چارو وزير دادندې پرمخ بېولى شي. د چارو دادارې او وزيرانو شورا ددارلانشاء دلوى رياست وياند، عبدالغفار فيضي ځدران، پدې اړه داسې وويل : " د دواړو مرستيالانو دندې په دوه سكتورونو: اقتصادي سكتور او ټولنيز او فرهنګي سكتور ويشل شوې دي." |