BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د وکيلانو ټولنه

دمدافع وکيلانوټولنه

يوپېنځوس کاله د مخه په افغانستان کې د د دولت په اډانه (چوکاټ) کې د مدافع وکيلا نو ټولنه رامنځته او په ١٣٨٧ کال کې خپلواکه شوه.

ددې ټولنې رييس ،روح الله قاريزاده، وويل:" دمدافع وکيلانوټولنه يوه نادولتي اوغير سياسي ټولنه ده چې په هېڅ سازمان يا اورګان پورې تړلې نده.

دا ټولنه يو رييس، دوه مرستيالان او پېنځه لس تنه غړي لري چې رييس او مرستيالان يې د دريو او غړي يې ددوو کالولپاره ټاکل کيږي."

هغه خلک، چې حقوقي زده کړې ولري اود مدافع وکيلانو لۀ قانون سره برابر وي، د ټولنې غړيتوب تر لاسه کولی شي .

يوې مدافع وکيلې ،حميدې سعيدي وويل:" که مدافع وکيلانو ته کومه ستونزه پيدا شي ټولنه يې حلوي او مدافع وکيلان خلکوته دهغوی حقوق ورپېژني".

د کابل اوسېدونکي عطاالله وويل چې زوی يې دزدکړو لپاره ماليزياته تللوچې په پا سپورت کې دستونزې له امله يې په هوايي ډګر کې ونيو.

روح الله قاريزاده
دمدافع وکيلانوټولنه يوه نادولتي اوغير سياسي ټولنه ده چې په هېڅ سازمان پورې تړلې نده.

نوموړي مدافع وکيله ونيوله او هغې ستونزه حل کړه. قاريزاده د دوو ښکېلو اړخونو ترمنځ دشخړې دهوارۍ لپاره د جرګې مثال ورکړ.

په جرګه کې جرګه ماران له دواړو خواوو واک اخلي اوپرېکړه کوي ، د مدافع وکيلانو ټولنه هم د حکومت او خلکو تر منځ همداسې ده .

تورن وکيل ته واک ورکوي او وکيل بيا د هغه په ګټه لۀ قانون سره سم کار مخته بيايي .

دولسمشر مرستيالان د ولس خبرې
دولسمشر مرستيالان
بيعتدولس خبرې
بيعت
دکرکټ ميداند ولس خبرې
دکرکټ دلوبې جوړښت
مدني قانوند ولس خبرې
مدني قانون
سهامي شركتونهد اولس خبرې
سهامي شركتونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>