په پارلماني چارو كې ددولت وزارت د١٣٨٤كال دسلواغې په مياشت كې د وزيرانو شورا دمصوبې پربنسټ جوړشوى دى. دغه وزارت شپږ رياستونه لري اوترډېره برېده هغه دندې ،چې په دولت،پارلمان اود پار لمان په وکيلانوپورې اړه لري، همغږې كوي. ددې وزارت مرستيال، ډاکترمحمدکريم باز، ددې وزارت ترټولومهمه دنده ملي شورا ته د وړاندې شويوقوانينواوتړونونو دكار ارزونه او تعقيب وګڼل. په پارلماني چارو كې ددولت وزير دولسمشر له خوا ټاكل كيږي خود نورو وزيرانوپه څېر له ملي شورا څخه دباور رايه نه اخلي. دا وزارت دنده لري چې جمهور رييس اواجراييه قوه د ملي شوراد اړوندو كارونو له پرمختيا څخه خبرکړي.  | | | په پارلماني چارو كې ددولت وزارت د١٣٨٤كال دسلواغې په مياشت كې جوړشوى دى. |
دملي شوراله خواداستيضاح ،استجواب اواعتماد درايې وركونې په موخه ددولتي چار واکود را غوښتلودکارتنظيم او هم غږي كول ددې وزارت دنده ده. همدا رنګه دهېواد دننه او له هېواد څخه بهر دملي شورا دوكيلانو دسفرونوپروګرام جوړول هم ددوئ پر غاړه دي. |