 | | | ابتدايه محکمه د جزا، مدني ، عامه حقوقو ، ترافيکواو عامه امنيت ديوانونه لري. |
دافغانستان قضايه قوه لۀ سترې محکمې،استيناف او ابتدايه محکمو څخه جوړه ده ، چې ستره محکمه د قضايه قوی په سر کی ځاي لري. ابتدايه محکمه د هېواد د ښارونو په هره ناحيه او د و لايتونو په هر ه ولسوالۍ کې د اړتيا پر بنسټ د ولسمشر په امر جوړېږي. د هرات د محکمې رييس مولوي صديق الله حقيق يې په اړه وويل:" د څارنوالۍ له لوري، چې څوک وروپېژندل شي ،لومړۍ فيصله يی ابتدايه محکمه کوي. ابتدايه محکمه د جزا، مدني ، عامه حقوقو ، ترافيکواو عامه امنيت ديوانونه لري چې د ولسواليو محکمې يوقاضي ( رييس) او دوه غړي لري . ښاري محکمې په هر ديوان کی يو رييس او دوه غړي لري". کله چی يو تن پۀ جرم تورن شي، پوليس هغه کس څارنوالۍ ته ورسپاري چې وروسته يې څارنوالي د سيمې نږدی ابتدايې محکمې ته استوي. د محکمې قاضي د مدافع وکيل او يا هم د مدافع وکيل له شتون څخه پرته پرېکړه کوي، که دواړو لورو پرېکړه ومنله، مجرم ته سزا ورکول کېږي.  | | | د افغانستان قضايه قوه لۀ سترې محکمې، استيناف او ابتدايه محکمو څخه جوړه ده. |
که چېرې يوه لوري په پرېکړې قناعت نه درلود ، دوسيه يي څارنوالۍ ته راجع کيږي چې دپړاوونو ترتېرېدو وروسته استيناف محکمې ته استول کيږي. د ابتدايه محکمې د شتون د اړتيا په اړه مولوي صديق الله حقيق وويل چې ابتدايه محکمه دخلکوستونزې په هماغه سيمه کې حل کوي. |