دهمګټو هېوادونو ټولنه (كامنولت) د(٥٣) خپلواكو هېوادونو يوه ټولګه ده چې د بريتا نيا ملکه (دويمه اليزابت) يې مشري کوي. دغه هېوادونه ټول ، پرته له موزمبيق اوكامرون څخه، پخوا دبريتانيايې د امپراطورۍ مستعمره پاتې شوې دي. دافغانستان دباندنيو چارووزارت دستراتېژيكوڅېړنود مركزسياسي سلاكار اجمل امين وويل: "دبشري حقونوتامين،دقانون پلي كول،شخصي خپلواكي ،ډيموكراسي، نړيواله سوله اوآزاده سوداګري ددې ټولنې موخې جوړوي." دهمګټوهېوادونوټولنه په (١٨٧٠) کال کې ،دهمګټوهېواونوله لوري دسوداګری او مدني ټولنې په برخو کې، دښې دموکراسی په موخه جوړه شوه.  | | | دكامنولت د(٥٣) خپلواكو هېوادونو يوه ټولګه ده چې د بريتانياملکه يې مشري کوي. |
په دې ټولنه کې (١٨) افريقايي،(٨) اسيايي، (٢)امريکايي،(١٢)دکارايب،(٣) اروپايي او (١٠) دآرام سمندرهېوادونه غړيتوب لري. داټولنه په غړوهېواونوکې له ليرې څخه دزده کړې پروسه غښتلې کوي او نړيړ اله شبکه ې په بېلابېلوبرخو کې د(٩٠) غټو او وړومسلکي ټولنوسره کارکوي. |