BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:31 گرينويچ 2009 ,16 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د ټاکنو د شکاياتو کميسيون

دټاکنودشکاياتوکميسيون

د افغانستان د ټاکنو د شکايتونو کميسيون خپلواکه اداره ده او د ټاکنو د قانون د (٥٢ مې) مادې پر بنسټ جوړه شوې ده.

دغه اداره دپينځوتنو کميشنرانو له خوا اداره کيږي ، چې درې تنه يې بهرني اتباع او دوه تنه يې افغانان دي.

دکميسيون درې تنه نړيوال کمشنران د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړ ي استازي له خوا دغه کميسيون ته ورپېژندل شوي دي .

دندې يې د ټاکنوپه بهير کې دټاکنو له قانون څخه دسرغړونومخنيوی او د نوماندانو په نوملړ کې دنه بدلون يقيني کول دی.

همدا راز دا کميسيون د خلکو شکايتونه څيړي او په اړه يی پرېکړه کوي.

ددې کميسيون يو کمشنر ، فهيم حکيم، وويل چې د نوم ليکلو له مهاله تر دې دمه له (۳۰۰) څخه ډېرشکايتونه له دوی سره ثبت شوي دي.

دټاکنودشکاياتوکميسيون
د ټاکنو د شکايتونو کميسيون درې تنه نړيوال اتباع او دوه تنه افغان کميشنران لري.

د کميسيون دنده د ټاکنو ټوله پروسه په بر کې نيسي او د ټاکنو د پايلو له اعلانېدو دېرش ورځې وروسته پای ته رسېږي .

هرڅوک چې په ټاکنو کی ناقانونه سرغړونې ويني، کولای شي په هر ولايت کی د نوموړي کميسيون په سيمه ييزو څانګو کی خپل شکايتونه ثبت کړي.

ګمرکي كميشن کارد ولس خبرې
كميشن كار
کارګرې مېرمنېد ولس خبرې
دښځو چارو اومدني ټولنوکميسيون
ابتداييه محکمهدولس خبرې
ابتدايه محکمه
موده ييزپوستونهدولس خبرې
موده ييز پوستونه
په پارلماني چارو كې د دولت وزارتدولس خبرې
په پارلماني چارو كې د دولت وزارت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>