BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:58 گرينويچ 2009 ,29 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دولس خبرې: سياسي اړيكي

سياسي اړيکي

د (١٩٦١ کال داپريل په (١٦) نېټه دملګروملتوټولنې پرېکړه وکړه چې هر خپلواک هېواد کولای شي د بل خپلواک هېوادسره سياسي اړيکي ولري.

سياسي اړيكي هغو روابطو ته ويل كيږي چې ددووهېوادو تر مينځ دښو اړيکو دتامين او د سوداګريزې راكړې وركړې په خاطررا مينځ ته كيږي.

دنړۍ خپلواك هېوادونه ، دځانګړيوسياسي نظامونوپه درلودوسره،كولاى شي په خپلو مينځو كې سياسي اړيكي ټېنګې كړي.

ددې اړيکوپه ټينګولوکې دملګرو ملتونو دټولنې منشور، نړيوال قوانين او معيارونه په پام كې نيول کيږي.

دكابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علومواستادې، مېرمن حميرا حقمل، وويل:

دهېوادونوترمينځ سياسي اړيكي يودبل دحاكميت حق ته د درناوي، ديوبل په كورنيو چارو كې دنه مداخلې اوداسې نورو اصولوپر بنسټ ټينګېداى شي.

سياسي اړيکي
هر خپلواک هېواد کولای شي د بل خپلواک هېواد سره سياسي اړيکي ټينګ کړي.

په عمومي ډول ددوو هېوادونوترمينځ دا سياسي اړيكي هغه وخت خرابېږي چې ددوى تر مينځ ډيپلوماسي کمزورې وي.

په كليوكې دسياسي اړيكو ساده مثال ددووګاونډيانو او همدارنګه دبېلابېلو قومونو تر مينځ دراكړې وركړې اړيكي كېداى شي.

بانکي حسابونهدولس خبرې
بانكي حسابونه
نوم ورکی سپاهيد ولس خبرې
نوم وركى سپاهي
دسفماښځينه ټولنهدولس خبرې
د سفما ښځينه ټولنه
کامنولټدولس خبرې
كامنولټ
دصادروونکواوواردوونکوټولنهد ولس خبرې
دصادروونكو او واردوونكو ټولنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>