 | | | دچاروپه اداره كې دهروزارت يو استازى شتون لري چې داړونده وزارت چارې پر مخ بيايي. |
دچاروداداره اودوزيرانوشورا د دارلانشاء لوى رياست دلومړي ځل لپاره د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه دواكمنى په دوران كې مينځ ته راغلى. دې ادارې په ١٣٥٢ لمريز كال كې دسردار محمد داوود په واكمنۍ كې د جمهورى رياست ددفتر په توګه كار كاوه. د جمهوري رياست دغه دفتر پوځي،ډيپلوماتيكې ،تشريفاتي او دپلان او پاليسۍ چارې پر مخ بيولې. ددې ادارې وياند فيضي ځدران وويل: "دچارودادارې لوى رياست يوه خپلواكه اداره ده چې دنده يې دسالمې، شفافې ،فعالې او له فساد څخه دپاكې حكومتدارۍ تقويت اوملاتړ گڼل كېږي . " دغه اداره دولسمشرۍ دمقام،وزيرانو شورااودهغې داړونده كمېټودپريكړوله عملي كېدو څارنه كوي او رپوټ يې دولسمشرۍ مقام ته وړاندې كوي.  | | | دچاروداداره دلومړي ځل لپاره د محمدظاهرشاه دواكمنى په دوران كې مينځ ته راغلې ده. |
دچارو اداره يوعمومي رييس، درې مرستيالان ، ٤٧٦ تنه ملكي ،١٤ نظامي كاركوو نكي او ٥٩٥ تنه خدماتي پرسونل لري. پدې اداره كې دهر وزارت يو استازى يا كار پوه شتون لري چې داړونده وزارت چارې پر مخ بيايي. |