ټكنالوژي يوناني كلمې دي چې دننني تخنيك اوتخنيكي علومو پېژندنې او له هغې څخه ګټې اخيستنې ته ويل كيږي. مالوماتي ټكنالوژي دكمپيوټراوكمپيوټري وسايلوڅخه په ګټې اخيستنې سره دژوند په بېلا بېلو برخو كۍ دنويو اطلاعاتو لاس رسې ته ويل كېږي. دكمپيوټر اونټ ورك شبكه په لومړي ځل تردويمې نړيوالې جګړې وروسته دامريكې پوځي ادارې ( پنتاګون) جوړه كړه. ددې شبکې دجوړولوموخه د پوځي اواستخباراتي مالوماتوراغونډول اومنظمول وو چې يوازې تر پوځي كارونې پورې تړلې وه. وروسته مالوماتي ټكنا لوژي دعامي ګټې اخيستنې ډګرته را ووتله.پدې تکنالوژۍ کې کمپيوتر، انټرنټ، مبايل او نور شامل دي. ددې تکنالوژۍ څخه خلک کولای شي دنړۍ له بېلابېلو برخو څخه په اسانه بڼه ډېرو دقيقو مالوماتوته لاسرسی ومومي. دافغانستان دمخابراتو او مالوماتي ټكنالوژۍ وزارت دمالوماتي ټكنالوژۍ رييس ايمل مرجان وويل :  | | | ټكنالوژي دننني تخنيك اوتخنيكي علومو پېژندنې او له هغې څخه ګټې اخيستنې ته وايي. |
" افغانستان ته كمپيوټردلومړي ځل لپاره په ١٣٥١كال كې راغى چې سكرين يې ديوې خونې په اندازه و اومين فريم كمپيوټرورته ويل كېده." په دولتي كچه اوس مهال د كابل په پوهنتون،دكابل دښونې اوروزنې ، دهرات ، ننګرهار اوبلخ په پوهنتونونو كې دكمپيوټرساينس پوهنځي فعال دي. |