حقوق پوهان په دې نظر دي چې دمينځګړيتوب كلمه هم په ملي اوهم په نړيواله كچه كاريدلاى شي . په ملي كچه د دوه وو قومونويا كورنيو او په نړيواله كچه د دوه وو هېوادونو تر مينځ دتاوتريخوالي درا كمولو اودښو اړيكو دټينګولو لپاره كاريږي . پوهنيار محمد ظريف اظهر ،دکابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علومود پوهنځي استاد وويل: "مينځګړى هغه دريم لوري ته ويل كېږي چې په خپله خوښۀ د دوو ښكيلولوريوترمينځ دروغې جوړې دراوستلو لپاره هلې ځلې كوي." په افغانستان كې دبيلابيلوقومونوترمينځ مينځګړيتوب دجوماتونودملا اماما نو،قومي مخورو او قومي جرګو له لورې ترسره كېږي . ډاكترشيرعلي ظريفي، دافغانستان دعلومواكاډمۍ دفقهې اوقانون دڅانګې علمي غړي وويل:  | | | مينځګړى هغه دريم لوری دی چې د دوو ښكيلو لوريو ترمينځ د روغې جوړې هلې ځلې كوي |
په اسلامي شريعت اودافغانستان په مدني قانون كې سولې او مينځګړيتوب ته جواز وركړل شوى دى." دملګروملتونودسازمان منشور داصولو په رڼا کې هغه هېواد چې له ښکېلوهېوادونوسره ښې اړيکې ولري، كولاى شي ترمينځ يې مينځګړيتوب وكړي. |