 | | | د ملګرو ملتونود سازمان پرمختيايي پروګرام دهېوادپه بيا رغاونه کې پراخه ونډه لري. |
دملګروملتودسازمان پرمختيايي پروګرام (UNDP) دنړۍ په (١٦٦) هېوادونوكې فعاليت لري . په افغانستان كې دغه اداره تر(٥٠) كلونو ډېره سابقه لري.په افغانستان كې ددې ادارې وياندې، مېرمن فضه حسيني، وويل: " (UNDP) دملګروملتودسازمان دعمومي كنګرې دپرېكړې په بنسټ په (١٩٦٥) ميلادي كال كې را مينځ ته شوه. په افغانستان كې د امنيت دټينگښت، بيا رغونې،بشري حقونو، جندر(جنسيتي برابروالي) او ځينونورو برخو كې كار كوي." دملګروملتونودسازمان په اداري جوړښت كې د(UNDP) اجرايوي مشر دريم لوړپوړى چارواكی دی. دغه اداره په نړۍ كې د بې وزلۍ دكمولو، بشري حقونو او په تېره بيا د ښځو د حقونو ددرناوى د يقيني كولو په برخه کې كاركوي. تر(٢٠١٥) ميلادي كال پورې په ټوله نړۍ كې دبې وزلۍ دكچې را کښته کولودهڅو همغږي کول ددې ادارې يوه ستره دنده ده.  | | | دملګروملتونودسازمان پرمختيايي پروګرام په (١٩٦٥) ميلادي كال كې را مينځته شو. |
دم ګړى دغه اداره په كابل كې دافغانستان لپاره يو ځانگړی دفتر او دهېواد په بېلابېلو ولايتونو كې ساحوي دفترونه لري . دغه اداره دملګرو ملتو دسازمان په چوكاټ كې دهېوادونودپرمختيا لپاره تر ټولو ستر مرستندوى ارګان ګڼل كيږي. |