ددسمبر لسمه (دليندۍ نولسمه) نېټه دبشري حقونو دنړيواله ورځې په توګه په ټوله نړۍ كې نمانځل كيږي. دافغانستان دبشري حقونوخپلواك كميسيون هم په افغانستان كې له بشري حقونوڅخه دملاتړ اودهغې څخه دڅارنې په موخه جوړشوى دى . شمس احمد زي، ددې كميسيون كمشنر، وويل چې داكميسيون د(١٣٨١)كال دغبرګولي دمياشتې په (١٦) نېټه جوړشوى دى . ددغه كميسيون جوړښت دافغانستان داساسي قانون د(٥٨) مې مادې په بنسټ خپل قانوني حيثيت ترلاسه كړى دى. دافغانستان دبشري حقونوخپلواك كميسيون خپلې ورسپارل شوې دندې دعدلي اوقضايي ارگانونو په مرسته ترسره كوي. دغه كميسيون دښځو،ماشومانواومعلولوكسانوله حقونوڅخه ملاتړاوددغه كسانو د حقونو څارنه کوي. همدا راز د افغانستان دبشري حقونوکميسيون دانتقالي عدالت پروسه، دبشري حقونو دسرغړونې څخه څارنه اوځيني نورې دندې پرغاړه لري.  | | | ددسمبر لسمه نېټه دبشري حقونو دنړيواله ورځې په توګه په ټوله نړۍ كې نمانځل كيږي |
دا كميسيون د(٩) تنوكمشنرانوله خوااداره كيږي او هركال پدې هېواد كې دبشري حقونو د وضعيت په اړه پارلمان ته راپور استوي. دافغانستان دبشري حقونوخپلواك كميسيون دافغانستان په نيږدې ټولوولايتونوكې ساحوي دفترونه لري. خلك كولاى شي دثبوت اوشواهدوپه درلودوسره خپل شكايتونه ددې كميسيون په دفترونوكې ثبت كړي. |