 | | | دم ګړۍ (٢٧) اروپايې هېوادونه داروپايي اتحاديې غړيتوب لري. |
داروپايي هېوادونو ټولنه (European Union) داروپا د لويې وچې د(٢٧) هېوادونو څخه جوړه شوې يوه سياسي او اقتصادي اتحاديه ده . داروپايي اتحاديې دجوړښت لپاره لومړنۍ هڅې داروپا دڅو سترو هېوادونو له خوا تردوهمې نړيوالې جګړي وروسته پيل شوې وي. حميرا حقمل،دكابل پوهنتون دنړيوالواړيكو استادې وويل: "تردوهمې نړيوالې جګړې وروسته ددې اتحاديې دجوړېدويوه موخه دداشان بلې جګړې له پېښېدو داروپا ويره او يوه اقتصادي تړون ته ددوى اړتياوه." اروپايي اتحاديه يواساسي قانون هم لري چې د(٢٠٠٤) ميلادي كال ددې اتحاديي دسرمشريزي غونډې په ترڅ كې لاسليك شو. دم ګړۍ (٢٧) اروپايې هېوادونه ددې اتحاديې غړيتوب لري اودرې نور،چې تركيه هم پكې شامله ده،دغړيتوب تر لاسه كولو ته منتظر دي. ددې اتحاديې ستره لاسته راوړنه ددې اتحاديي له لوري د (يورو) په نامه ديوشان پيسو وړاندې كول دي چې داروپا په ډېرى هېوادونوكې رواج دي.  | | | داروپايي اتحاديې دجوړښت لومړنۍ هڅې تردوهمې نړيوالې جګړي ورو سته پيل شوې. |
د اروپايي اتحاديي په تشكيلاتو كې ددې اتحاديې پارلمان، دوزيرانوشورا، مركزي بانك او يوشميرنورې ادارې شاملې دي. داتحاديې دجوړښت اصلي موخه داروپا يي هېوادونو تر مينځ اقتصادي، تجارتي او سياسي همغږي پيدا كول اودګډو ګټو لپاره په ګډه هڅه كول دي. |