ژباړن: نصيراحمد احمدي
|  |
د افغانستان د سوداګرو ښځو فدراسيون پنځه کاله مخکې د امريکې د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شو. د دې فدراسيون درامنځته کېدوموخه له سوداګرو ښځو سره په سودا ګريزو چاروکې مر سته اوهغوئ ته په اړوندو برخوکې د کارې زمينې برابرول دي. د دې فدراسيون درييس ګل جان زمري په اندپه افغانستان کې ډېری سوداګروښځو په انفرادي توګه خپل سوداګريز مالونه پلورل. دوی نه شوای کولای چې له دې لارې ښه ګټه تر لاسه کړي، فدراسيون دې ستونزوته دپای ټکی کېښود. دا فدراسيون د سوداګرو ښځو ظرفيتونه لوړوي، هغوئ ته دکار اوپوراخيستنې زمينه برابره او له فقر او بيکارۍ سره مبارزه کوي. دا فدراسيون د مديره هيت (١٢) غړي لري او (٤٣) تجارتي موسسات ورسره ثبت دي. وژمې حسن زۍ د کابل د يوه خصوصي تلويزيون کارکونکې وويل:  | | | دسوداګروښځوفدراسيون له ښځوسره په سودا ګريزو چاروکې هر اړخيزه مر سته کوي. |
"پخوا ښځو د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې، خو اوس کولای شي خپلې لاسي ګنډنې او نور تجارتي محصولات په اسانۍ وپلوري." دا فدراسيون په مزارشريف، باميانو او جلال آباد کې څانګې لري چې (٣٥) زره ښځې پکې د سوداګری په بيلابيلو برخو کې په زده کړه بوختې دي. |