BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:13 گرينويچ 2010 ,28 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: دتميز محکمه

دتميزمحکمه
د تميزمحکمه دموضوع په ماهيت او کيفيت کې مستقله پرېکړه نه شي کولی .
د افغانستان داسلامي جمهوريت داساسي قانون د (١٦١مې) مادې په بنسټ قضايه قوه دحکومت له مهموارګانونو څخه شمېرل کيږي چې ستره محکمه يې په راس کې ده.

د سترې محکمې په جوړښت کې درې محکمې فعاليت لري چې: ابتدائيه، استيناف اودتميز محکمه ده.

که چيرې محکوم عليه د ابتداييه او استيناف محکمو په پرېکړو قناعت ونلري اود دعوی لپاره قوي دلايل ولري، د تميز محکمې ته مراجعه کوي .

پدې اړه حقوقپوه محمد بصير حقيار وويل : "د تميز محکمه د ابتداييه او استيناف محا کمود پرېکړو د قانونيت او عدم قانونيت ترمنځ توپير کوي.

پدې پړاوکې محکوم عليه د قوي دلايلو په درلودو سره دې محکمې ته مراجعه کوي."

په جزايي موضوعاتو کې (٣٠) ورځې، په تجارتي کې يوه مياشت او په مدني موضوعاتو کې يو کس په دوومياشتو کې داعتراض پاڼه وړاندې کولای شي.

دتميزمحکمه هم دسترې محکمې په جوړښت کې فعاليت کوي.

دتميزمحکمه د قانون سره سم محدود صلاحيتونه لري اود موضوع په ماهيت او کيفيت کې مستقله پرېکړه نه شي کولی .

که دلومړنيودوو محکموپرېکړې د قانون سره سمې وي، دتميزمحکمه هغه تاييدوي اوپه غيردهغې دوسيه بېرته لومړنيومراجعوته استوي.

ستره محکمهد ولس خبرې
د استيناف محکمه
د ناپييلو هېوادونو دغورځنګ سمبولد ولس خبرې
د ناپېيلو هېوادونو غورځنګ
نورم اوسټنډردد ولس خبرې
دنورم او سټينډرد اداره
 نورم او سټنډرډد ولس خبرې
نورم او سټنډرډ
کوچني پورونهد ولس خبرې
کوچني پورونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>